EnglishKabulافغانستانامنیت

پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 08:35:56🎙 Listen to radio

پاکستان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د کوهاټ د برید غندنه د ترهګرو ډلو پر وړاندې له عملي اقداماتو سره مل کړي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ کې د جامع جومات ترڅنګ د وروستي برید په اړه د افغانستان دطالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت غندنه باید له عملي اقداماتو سره مل وي. دغه وزارت په خپلې اعلامیې کې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو، د افراطي کسانو د جلب او روزنې د چینلونو د ګډوډولو او د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو، اسانتیا برابرولو یا ترسره کولو د مخنیوي لپاره باوري، د تصدیق وړ او دوامدار اقدامات ترسره کړي. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان طالبانو تل د اسلام‌اباد هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې استفاده کېږي، او ټینګار کوي چې کابل هېڅ هېواد ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت همدارنګه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌ا… مجاهد پر هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې ویلي یې وو، د افغانستان د حاکمیت د هر ډول خلاف ورژۍپر وړاندې به سخت…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-20 08:35:56

Timeline

  1. Parstoday

    پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-20 08:30:46

پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button