Englishافغانستانامنیتتخار

پاکستان: طالبان د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام په ترسره کولو… — AF International

DevelopingSecurityتخار1 SourcesUpdated: 2026-09-18 07:46:32🎙 Listen to radio

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد یو وار بیا ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یادې ډلې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو امنیتي اندېښنې له پامه غورځولې دي. په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو». هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیب‌الله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زده‌کړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو». په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو له‌خوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي. نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي». دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر…

Quick facts

Locationتخار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-18 07:46:32

Timeline

  1. AF International

    پاکستان: طالبان د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام په ترسره کولو کې پاتې راغلي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-18 04:49:29

پاکستان: طالبان د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام په ترسره کولو کې پاتې راغلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button