د امریکا د پوځ او بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی چارلس وینټرمیر وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته هم له امریکايي ځواکونو او ادارو سره کارکوونکي افغانان له خطر سره مخ دي او له واشنګټنه یې د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو د بیا صادرولو غوښتنه کړې ده. مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) د ایران له صداوسیما ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې اسلامي جمهوریت هڅه کوي د سیمې له هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي امارات، قطر، عمان او مصر سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او په وینا یې، د سیمې هېوادونه باید د ترینګلتیاوو د کمولو او پر اسلامي هېوادونو د اسراییل د بریدونو د مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي. هغه د هرمز تنګي د پرانېستلو په اړه له عمان سره وروستي تفاهم ته په اشارې وویل، چې د دغې لارې د پرانېستلو نقشه د سپاه پاسداران، امنیتي او نظامي ځواکونو له خوا ترتیب او د مشرتابه له خوا تایید شوې ده. هغه زیاته کړه، که دغه لاره په ټاکل شوي چوکاټ کې پرانېستل شي، نو امریکا هم باید د بندیزونو او محاصرې د لرې کولو، پر پتروشیمي او نفتو د محدودیتونو د ختمولو، د کنګل شویو پیسو د ازادولو او په لبنان کې د بریدونو د بندولو په برخه کې پر…
Quick facts
Timeline
-
AF International
پخوانی امریکايي چارواکی: د افغان همکارانو لپاره دې د ځانګړو ویزو بهیر بېرته پیل شي
Sources
Afghan sources
پخوانی امریکايي چارواکی: د افغان همکارانو لپاره دې د ځانګړو ویزو بهیر بېرته پیل شي