Developmentافغانستانپروانپښتو

پروان کې د مڼو حاصلات ډېر شوي — Bakhtar

روان خبرDevelopmentپروان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-08 11:32:26🎙 راډیو واورئ

Summary: د پروان ولایت د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مسوولین وایي، سږ کال په دغو ولسوالیو کې د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زیات شوي دي. د شیخ علي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر انجنیر حفیظ‌الله حنیف باختر آژانس ته ویلي، چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې د مڼو حاصلات نږدې دوه زره مټریک ټنو ته رسېدلي، چې بڼوالو ته یې د پام وړ عواید برابر کړي دي.ورته مهال، د سرخ پارسا ولسوالۍ د کرنې مدیر عتیق‌الله رحماني وایي، په دې ولسوالۍ کې د مڼو بڼونه پر ۶۰۰ هکټاره ځمکه جوړ شوي دي.د نوموړي په وینا، د نوېو بڼوالۍ لارو چارو د معرفي کولو، د نباتي ناروغیو پر وړاندې د مبارزې او د تخنیکي کارکوونکو د منظمې څارنې له امله د مڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي.د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د بڼونو د ساتنې، د نباتي ناروغیو پر وړاندې د مبارزې او د تخنیکي کارکوونکو د څارنې په برخه کې د ترسره شویو هڅو له امله د اسلامي امارت له مسوولانو مننه کړې او د مڼو د ښه ساتنې او بازار ته د پر وخت وړاندې کولو په موخه یې د لا ډېرو معیاري سړو خونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.د یادونې وړ ده، چې د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مڼې د ځانګړي خوند، بوی او لوړ کیفیت له امله په هېواد کې ځانګړی شهرت لري.

لنډ معلومات

ځایپروان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-08 11:32:26

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پروان کې د مڼو حاصلات ډېر شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-08 09:40:59

پروان کې د مڼو حاصلات ډېر شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button