DiplomacyEnglishKabulافغانستان

پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل… — Bakhtar

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-13 19:13:15🎙 Listen to radio

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۷۹۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۱مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۶۷۷ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۸۵ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۸کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۶۸۸ کورنیو، سپین بولدک کې له ۸۷ کورنۍو، هرات کې له ۱۸کورنیو او کابل کې له ۱۰۴کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۴۱۰۰ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۷۵۰ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-13 19:13:15

Timeline

  1. Bakhtar

    پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-13 09:59:59

پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button