د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، اوس له امریکا سره د شخړې او جګړې د پای ته رسولو مناسب وخت دی، ځکه د هغه په وینا ایران دا مهال د واشنګټن پر وړاندې د ''قدرت او برلاسۍ'' په دریځ کې دی. ''غوره ده چې نن، په داسې حال کې چې موږ په ځواک او عزت کې یو او ټوله نړۍ زموږ بریا مني، جګړه پای ته ورسوو. نړۍ ټینګار کوي چې امریکا د نړیوالو مقرراتو خلاف زموږ پر ښوونځیو، روغتونونو او بنسټیزو تأسیساتو بریدونه کړي او په نړیواله کچه رټل شوې ده.'' د ایران ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پایله، چې د اسلام اباد تفاهم لیک د لاسلیک لامل شوه، ''لویه لاسته راوړنه'' وبلله. هغه وايي، دا تفاهم د ملي امنیت د عالي شورا د غړو په اتفاق تصویب شوی او ټولو اړوندو چارواکو ترې په کلکه ملاتړ کړی دی. پزشکیان پر هغو کسانو هم نیوکه وکړه چې د ده په وینا: ''له چارو بهر ناست دي، د دولت، پارلمان او پوځي قوماندانانو له شرایطو خبر نه دي، خو بې له مسوولیته څرګندونې او شننې کوي.'' هغه وايي، دغه کسان د هېواد له ستونزو او فشارونو سره مخامخ شوي نه دي، خو بیا هم د اقتصادي ستونزو او ګرانیو په اړه نیوکې کوي. په ورته وخت کې، پزشکیان ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
پزشکیان: ښه به وي اوس چې برلاسي یو، جګړه پای ته ورسوو – BBC News پښتو
منابع
External sources
پزشکیان: ښه به وي اوس چې برلاسي یو، جګړه پای ته ورسوو – BBC News پښتو