افغانستانامنیتدریغور

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو… — AF International

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 15:32:47🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي پاکستان ته تللي چې له پاکستاني پوځي چارواکو سره د طالبانو خلاف د ملاتړ ترلاسه کولو په تړاو خبرې وکړي. په دغو کسانو کې نثار احمد غوریاني، الماس زاهد، اقبال صافی، عالم ساعي، عبدالروف ابراهیمي، الیاس غوریاني او حمیدالله توخي شامل دي. د چینایۍ رسنۍ سوهو د تحلیل له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د چین پر ضد ترهګر ونه کاروي، خو چین لا هم د دې موضوع په اړه اندېښنې لري. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت- خراسان څانګې او نورو وسله‌والو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره خطر بلل شوي دي. چین اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین لوېدیزو سیمو ته ګواښ پېښولی شي. د مقالې له مخې، چین ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان د ادغام لپاره بنسټیز شرط دی. سوهو وايي، چې په سیاسي برخه کې هم د طالبانو د ادارې جوړښت د نړیوالو اندېښنو سبب شوی ځکه منتقدان وايي چې د افغانستان د نورو قومونو او سیاسي ډلو د ګډون کچه پکې کمه ده. د ښځو د حقونو او زده‌کړو په اړه د طالبانو تګلارې هم د نړیوالې…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 15:32:47

خط زمانی

  1. AF International

    د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-06 12:04:24

د پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي د طالبانو خلاف ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته لاړل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button