EnglishHealthافغانستانپنجشېر

پنجشېر روان کال د اسلامي امارت د پراختیايي پروژو په لومړیتوب کې دی — Bakhtar

DevelopingHealthپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-08-27 12:27:47🎙 Listen to radio

Summary: د پنجشېر ځايي مسوولینو ویلي، چې د اسلامي امارت له لوري سږ کال په دغه ولایت کې د ۹۰۰ میلیونه افغانيو په ارزښت پروژې په پام کې نیول شوې، چې له ډلې یې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تطبیق په حال کې دي او پاتې په تدارکاتي پروسه کې دي. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون له لوري باختر اژانس سره په شریک شویو مالوماتو کې راغلي، چې د یادو پروژو له ډلې یې ډېری پراختیايي دي، چې په بشپړېدو سره به یې په یاد ولایت کې بنسټیز بدلون رامنځته شي.د لټون په وینا، په یادو پروژو کې ۱۰۰ بستریز روغتون، د ابشار ولسوالۍ د سړک جوړول، د پوهنتون لپاره د لیلیې، جومات جوړول شامل دي.نوموړي ویلي، چې په یاد ولایت سږ کال د همکارو موسسو له لوري د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.د مالوماتو له مخې، د همکارو موسسو له لوري شاوخوا ۲ میلیونه ډالر د ۵۰ پراختیايي پروژو لپاره، نږدې ۱۰ میلیونه ډالر د روغتیايي او ښوونیزو پروژو لپاره او پاتې برخه د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې ده.د پنجشېر والي تازه په یوه غونډه کې له موسسو غوښتي، چې د دغه ولایت پراختیايي اړتیاوې له لویو ډونرانو سره شریکې کړي او د لا ډېرو بنسټیزو پروژو د جذب لپاره هڅې وکړي.

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-27 12:27:47

Timeline

  1. Bakhtar

    پنجشېر روان کال د اسلامي امارت د پراختیايي پروژو په لومړیتوب کې دی

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-27 08:17:40

پنجشېر روان کال د اسلامي امارت د پراختیايي پروژو په لومړیتوب کې دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button