افغانستانامنیتپښتو

پنځه اروپايي هېوادونه له اروپا بهر د کډوالو د استولو لپاره د تړونونو… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 18:21:02🎙 راډیو واورئ

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالند غواړي د روان میلادي کال تر پایه له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو سره داسې تړونونه وکړي چې له قانوني استوګنې پرته کډوالو لپاره کمپونه جوړ او بیا په‌کې یاد ناقانونه کډوال د بېرته ستنولو لپاره وساتي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د افغانانو د بېرته ستنولو په بهیر کې باید د هغه کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري او همدارنګه هغه کسان چې له ځانګړو شرایطو سره مخ دي. په همدې حال کې د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ګډه د هغه افغانانو د نیولو او جبري اېستلو په اړه معلومات راټول کړي، چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي. د یادې ګډې ارزونې په معلوماتو کې د «پي او ار» کارت لرونکي، د افغان تابعیت کارت «اې سي سي» لرونکي او بې‌اسناده افغانان شامل دي. دواړه ادارو همداراز د تورخم، غلام خان بندر، چمن او بهرامچې له لارې افغانستان ته د افغانانو د تګ‌راتګ او بېرته ستنېدو بهیر څارلی دی. د یادو دواړو ادارو په وینا، د دغه معلوماتو د راټولولو موخه دا ده چې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو د خوندیتوب وضعیت او د هغوی د تګ‌راتګ بهیر په ښه توګه وڅېړل شي. یونسیار په خپل راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغانانو جبري…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 18:21:02

مهالوېش

  1. AF International

    پنځه اروپايي هېوادونه له اروپا بهر د کډوالو د استولو لپاره د تړونونو په لټه کې دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-04 17:03:28

پنځه اروپايي هېوادونه له اروپا بهر د کډوالو د استولو لپاره د تړونونو په لټه کې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button