کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله د انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې او په اروپا کې د طبیعي ګازو بیې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې دي. انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، د اروپا د طبیعي ګازو شاخص د لومړي ځل لپاره له ۲۰۲۲ کال راهیسې په هر مېګاواټ ساعت کې له ۱۰۰ یورو واوښت. راپور زیاتوي چې د ګازو بیې د اکتوبر په ۲۸مه د ګرینویچ پر وخت د ۱۵:۳۰ بجو پورې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې او په هر مېګاواټ ساعت کې ۱۰۰ یورو ته ورسېدې. د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو، په ځانګړي ډول له فارس خلیج څخه د طبیعي ګازو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سیمه مخکې د نړۍ نږدې پنځمه برخه اوبلن طبیعي ګاز برابراوه. انادولو لیکلي چې هممهاله د خامو تېلو، د ترانسپورټي وسایطو د سونتوکو، طبیعي ګاز، برېښنا او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د راپور له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۲،۲ سلنه لوړه شوې؛ یعنې د هر بېرل بیه یې ۱۱۶ ډالرو ته رسېدلې ده. راپور زیاتوي چې د بازارونو د اټکل له مخې، د طبیعي ګازو بیې ښایي لږ تر لږه د راتلونکي یوه کال لپاره لوړې پاتې شي؛ ان که جګړه پای ته ورسېږي او د ژمي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي
منابع
Afghan sources
په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي