EconomyKabulافغانستانپښتو

په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-28 21:07:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله د انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې او په اروپا کې د طبیعي ګازو بیې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې دي. انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، د اروپا د طبیعي ګازو شاخص د لومړي ځل لپاره له ۲۰۲۲ کال راهیسې په هر مېګاواټ ساعت کې له ۱۰۰ یورو واوښت. راپور زیاتوي چې د ګازو بیې د اکتوبر په ۲۸مه د ګرینویچ پر وخت د ۱۵:۳۰ بجو پورې ۴،۳۵ سلنه لوړې شوې او په هر مېګاواټ ساعت کې ۱۰۰ یورو ته ورسېدې. د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو، په ځانګړي ډول له فارس خلیج څخه د طبیعي ګازو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سیمه مخکې د نړۍ نږدې پنځمه برخه اوبلن طبیعي ګاز برابراوه. انادولو لیکلي چې هممهاله د خامو تېلو، د ترانسپورټي وسایطو د سون‌توکو، طبیعي ګاز، برېښنا او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د راپور له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۲،۲ سلنه لوړه شوې؛ یعنې د هر بېرل بیه یې ۱۱۶ ډالرو ته رسېدلې ده. راپور زیاتوي چې د بازارونو د اټکل له مخې، د طبیعي ګازو بیې ښایي لږ تر لږه د راتلونکي یوه کال لپاره لوړې پاتې شي؛ ان که جګړه پای ته ورسېږي او د ژمي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-28 21:07:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-29 01:33:19

په اروپا کې د ګازو بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button