د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو تحلیل ښيي، چې جوړښت او د څرخ بڼه یې د طالبانو له خوا کارول کېدونکو ډرونونو سره ورته والی دي. د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شنبه، د زمري پر درېیمه، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو ماته به د خلکو لپاره یو ملي جشن وي او د هېواد د اوسېدونکو په مخونو کې به د خوښۍ نښې راڅرګندې شي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو تر بیرغ او جوړښت لاندې ملي یووالی نه یوازې ممکن نه دی، بلکې ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دی. د هغه په وینا، افغانستان به د یو واحد هېواد په توګه پاتې شي او هېڅکله به تجزیه نه شي. هغه همداراز د طالبانو پر وړاندې مبارزه د سیاسي او پوځي لیدلوري له مخې د نویو ایتلافونو د رامنځته کېدو لامل وبلله چې په افقي توګه به له یو بل سره تعامل ولري. امرالله صالح د «ټولګډونه حکومت» اصطلاح یوه بېمانا او غولوونکې کلمه بللې او ټینګار یې کړی چې داسې حکومت به هېڅکله جوړ نه شي. هغه ویلي چې افغانستان به په راتلونکي کې د یو ملي او ولسي حکومت خاوند شي چې نوې نسل او عام خلک به پکې د رایې ورکولو له لارې د واک…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی
Sources
Afghan sources
په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی