د بلوچستان ایالت د نوشکي ولسوالۍ پولیسو ویلي، چې د یادې ولسوالۍ په احمدوال سیمه کې د اېن-۴۰ پر لویه لار د افغان کډوالو پر موټر ډزې شوې دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې دوه افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلامخان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بېاسناده افغانان، د افغان تابعیت (اېسيسي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي. د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بېاسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اېسيسي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په بلوچستان کې د افغان کډوالو پر موټر ډزې؛ دوه افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي
Sources
Afghan sources
په بلوچستان کې د افغان کډوالو پر موټر ډزې؛ دوه افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي