د جرمني په ټریر ښار کې د چارشنبې په ورځ یو افغان وګړي پوهنتون ته څېرمه یو ۲۲ کلن جرمنی محصل په چاقو وژلی دی. د راپور له مخې، دغه برید د راینلنډ-فالڅ ایالت د ټریر ښار په رابرټ شومان الې سړک کې د پوهنتون له ودانۍ څو سوه متره لرې شوی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د بدخشان په پُلبیګم او تشکان سیمو کې یې د عملیاتو پرمهال ۲۴۲ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي دي. د طالبانو په وینا، د یادو نشهيي توکو په تړاو ۹ کسان هم نیول شوي دي. همدارنګه د طالبانو یاد وزارت ویلي، چې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یې ۴ تنه له ۴۴ زره او ۳۷۳ نشهيي ګولیو، ۲۸ کیلوګرامه چرسو، ۳۰ کیلوګرامه تاریاکو او یو میل کلاشنکوف سره نیولي. طالبانو ویلي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیو تر بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځواکونو ته په خپلو رسمي خبرپاڼو کې د «ُشرطې» اصطلاح کارولې ده چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ادارو په رسمي ادبیاتو کې یې ساری نه لیدل کیږي. دا بدلون د طالبانو له هغې تګلارې سره تړل کېږي چې غواړي د ادارو او ځواکونو نومونه د خپل مذهبي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه یو جرمنی محصل په چاقو وژلی
منابع
Afghan sources
په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه یو جرمنی محصل په چاقو وژلی