مالدووا ته د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت د یوه لوړپوړي پلاوي تر رسېدو سملاسي وروسته، د دغه هېواد لومړي وزیر واسیله توفان ویلي چې "د طالبانو د حکومت استازو ته د ویزو د ورکړې پرېکړه د ارزونې او قضاوت د یوې تېروتنې پایله وه." هغه د دې پلاوي د ننوتلو موضوع "شرموونکې او د نهمنلو وړ" وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مالدووا جمهوریت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. د طالبانو حکومت ته نژدې رسنۍ "حریت راډیو"، د کرنې وزارت له قوله د دوشنبې په ورځ (اګست درېیمه) راپور ورکړ چې د صدر اعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یو "لوړپوړی پلاوی" مالدووا ته تللی، چې "د افغانستان او مالدووا ترمنځ د کرنیزو څېړنو، د نباتاتو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، عصري کرنیزو ټکنالوژیو او علمي او تخنیکي همکاریو" ته وده ورکړي. هماغه ورځ د مالدووا رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو د حکومت دغه پلاوی د هېواد پلازمېنې کيشينيف ته رسېدلی دی؛ هغه سفر چې ټاکل شوې د اګست تر اومې دوام وکړي. څرنګه چې د مالدووا حکومت په دې اړه چوپتیا غوره کړې وه، د دغه هېواد ګڼو رسنیو دا خبر د افغانستان د رسنیو له راپورونو په نقل خپور کړ. وروسته د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې دغه پلاوي ته یې مالدووا ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
په ختیځه اروپا کې مالدووا ته د طالبانو د حکومت د پلاوي جنجالي سفر – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
په ختیځه اروپا کې مالدووا ته د طالبانو د حکومت د پلاوي جنجالي سفر – BBC News پښتو