افغانستانامنیتپښتو

په سیمه کې امنیتي وضعیت؛ افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې… — Parstoday

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-06 09:40:20🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت مسوولین وایي، پر وارداتو د هېواد تکیا او په سیمه کې روانو بدلونونو د افغانستان د تېلو او ګازو پر بیو اغېز کړی دی. د تېلو او ګازو عمومي شرکت رئیس محمدنصیر رحیمي وایي، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل او ګاز له ایران، ترکمنستان، روسیې، بلاروس او قزاقستان څخه واردوي. د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د صادراتو په مسیر کې ناامني د افغانستان د سون‌توکو پر بیو هم اغېز کړی دی. رحیمي وایي، سره له دې چې د انرژۍ په نړیوال عرضه کې ستونزې رامنځته شوې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرات نه دي محدود کړي. هغه د تېلو او ګازو د واردولو په برخه کې د فعالو شرکتونو شمېر نږدې یوسلو شپته شرکتونه یادوي او وایي، د احتکار او د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره پر بازار څارنه دوام لري.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 09:40:20

مهالوېش

  1. Parstoday

    په سیمه کې امنیتي وضعی؛ افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 09:33:03

په سیمه کې امنیتي وضعی؛ افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button