دوو تنو کوچیانو امو ته ویلي، چې اقتصادي ستونزې او زدهکړو ته محدود لاسرسی د دوی د ژوند له مهمو ننګونو څخه دي. دا هغه ستونزې دي چې د دوی د ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي. کوچیان چې نسل په نسل یې کوچیتوب ژوند غوره کړی، د فصلونو په بدلېدو سره د بېلابېلو سیمو ترمنځ تګ راتګ کوي؛ پسرلی او اوړی په یوه سیمه کې او مني او ژمی په بل ځای کې تېروي. زیدالله او نورحسن د هغو کوچیانو له ډلې دي چې همدا اوس له خپلو کورنیو سره په لوګر کې ژوند کوي. دوی د کوچیتوب ژوند د تجربو، اقتصادي ننګونو او هغو هیلو په اړه خبرې کوي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره یې لري. نو پوښتنه دا ده چې د نن کوچیتوب ژوند د تېر په پرتله له کومو ستونزو سره مخ دی او دې غوړېدلي سبک پر دوی څه اغېز کړی دی؟ زیدالله، چې یو کوچی دی، امو ته وایي: «د کوچیانو ژوند خورا خوندور دی په داسې شرط چې د ژوند اسانتیاوې برابرې او اقتصاد ښه وي. خو کله چې وضعیت خراب وي او اقتصاد ضعیف وي، بیا ژوند سختېږي. خوند په دې مانا چې ښه مالداري ولرې، ښه پسرلی وي او د هوساینې شرایط وي. خو چې مالداري سمه نه وي، پسرلی موړ نه وي، بیا په کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
په لوګر کې دوه کوچیان امو ته: موږ غواړو ماشومان مو وکولای شي زدهکړې وکړي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
په لوګر کې دوه کوچیان امو ته: موږ غواړو ماشومان مو وکولای شي زدهکړې وکړي | آمو ټلویزیون