Economyافغانستانپښتولوګر

په لوګر کې دوه کوچیان امو ته: موږ غواړو ماشومان مو وکولای شي… — Amu TV

روان خبرEconomyلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 19:05:16🎙 راډیو واورئ

دوو تنو کوچیانو امو ته ویلي، چې اقتصادي ستونزې او زده‌کړو ته محدود لاسرسی د دوی د ژوند له مهمو ننګونو څخه دي. دا هغه ستونزې دي چې د دوی د ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي. کوچیان چې نسل په نسل یې کوچیتوب ژوند غوره کړی، د فصلونو په بدلېدو سره د بېلابېلو سیمو ترمنځ تګ راتګ کوي؛ پسرلی او اوړی په یوه سیمه کې او مني او ژمی په بل ځای کې تېروي. زیدالله او نورحسن د هغو کوچیانو له ډلې دي چې همدا اوس له خپلو کورنیو سره په لوګر کې ژوند کوي. دوی د کوچیتوب ژوند د تجربو، اقتصادي ننګونو او هغو هیلو په اړه خبرې کوي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره یې لري. نو پوښتنه دا ده چې د نن کوچیتوب ژوند د تېر په پرتله له کومو ستونزو سره مخ دی او دې غوړېدلي سبک پر دوی څه اغېز کړی دی؟ زیدالله، چې یو کوچی دی، امو ته وایي: «د کوچیانو ژوند خورا خوندور دی په داسې شرط چې د ژوند اسانتیاوې برابرې او اقتصاد ښه وي. خو کله چې وضعیت خراب وي او اقتصاد ضعیف وي، بیا ژوند سختېږي. خوند په دې مانا چې ښه مالداري ولرې، ښه پسرلی وي او د هوساینې شرایط وي. خو چې مالداري سمه نه وي، پسرلی موړ نه وي، بیا په کې…

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 19:05:16

مهالوېش

  1. Amu TV

    په لوګر کې دوه کوچیان امو ته: موږ غواړو ماشومان مو وکولای شي زده‌کړې وکړي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-18 09:55:29

په لوګر کې دوه کوچیان امو ته: موږ غواړو ماشومان مو وکولای شي زده‌کړې وکړي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button