Economyافغانستاندریهرات

په هرات کې مس‌ګران: په ورځو ورځو ان یو لوښی هم نه شو… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-10 22:42:09🎙 رادیو را بشنوید

د مس‌ګرۍ هنر چې د هرات له لرغونو او په زړه پورې لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي، لا هم د دغه ښار د بازارونو په یوه ګوښه کې ژوندی ساتل شوی دی. په هرات کې مس‌ګران په زړو او دودیزو طریقو سره د مسي لوښو او وسایلو جوړولو ته دوام ورکوي. خو د دغه صنعت کسبګر وایي چې په تېرو وختونو کې خلکو تر ډېره مسي وسایل کارول، ولې اوسمهال د مسي توکو غوښتنه او بازار په بې‌ساري ډول لوېدلی دی. عطاالله چې په هرات کې د مس‌ګرۍ په کار بوخت دی، وایي: «دلته اوس مس‌ګري هېڅ ګټه نه کوي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او پیسې نشته. خلک د نورو ارزانه توکو اخیستلو ته مخه کوي او مسي شیان نه اخلي، ځکه بیې یې لوړې دي.» په هرات کې یو بل مس‌گر هم د مسي توکو لوړو بیو او د خلکو کمزوري اقتصادي توان ته اشاره کوي. نثار احمد وایي: «د خلکو د اقتصاد حالت له بنسټه خراب دی. که یو څوک مسي دیګ اخلي، زر یا زر او پینځه سوه افغانۍ کېږي، خو که د المونیم واخلي په دوه سوه یا درې سوه افغانۍ کېږي. نو څوک دا توان نه لري چې مسي شیان واخلي.» په ورته وخت کې د هرات ښار اوسېدونکي هم مني چې د پخوا په پرتله د خلکو علاقه او پاملرنه لاسي…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-10 22:42:09

خط زمانی

  1. Amu TV

    په هرات کې مس‌ګران: په ورځو ورځو ان یو لوښی هم نه شو پلورلای | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-10 12:10:03

په هرات کې مس‌ګران: په ورځو ورځو ان یو لوښی هم نه شو پلورلای | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button