Kabulافغانستانامنیتپښتو

په پاکستان کې د دوو ډلو ترمنځ وسله‌واله نښته؛ اته کسان وژل شوي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 05:57:05🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د پاکستان پولیس وایي، د دغه هېواد په سند ایالت کې د یوه قوم د دوو ډلو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه نښته د یکشنبې په سهار د سند ایالت د دادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «چاندیو» قوم د دوو ډلو ترمنځ شوې ده. د پولیسو د راپور له مخې، پخوانۍ دښمني، د یوې ګډې لارې پر کارولو اختلاف او د ځمکې پر سر ځینې شخړې د دې نښتې اصلي لاملونه بلل شوي دي. د حیدراباد د پولیسو مرستیال عمومي مفتش طارق د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له اتو وژل شویو کسانو څخه دوه د «سکندر چاندیو» ډلې او شپږ نور د «علي‌اکبر چاندیو» ډلې غړي وو. د هغه په وینا، تر دې مخکې هم د دواړو لورو ترمنځ د روغې جوړې هڅې شوې وې، خو پایله یې نه درلوده. پولیسو ویلي، دغو دوو ډلو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځله له یو بل سره نښتې کړې دي؛ په پخوانیو نښتو کې هم څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو. د دادو د پولیسو لوړپوړي چارواکي میر صدام ویلي، وروستۍ نښته هغه مهال پیل شوه چې د علي‌اکبر چاندیو اړوند کسانو پر مقابل لوري برید وکړ او وروسته د دواړو خواوو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 05:57:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    په پاکستان کې د دوو ډلو ترمنځ وسله‌واله نښته؛ اته کسان وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-31 10:21:08

په پاکستان کې د دوو ډلو ترمنځ وسله‌واله نښته؛ اته کسان وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button