Politicsافغانستاندری

په پکتیا کې د ولسي خلکو په مالي مرسته د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه + غږیز را پور

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 10:05:19🎙 رادیو را بشنوید

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست وايي، د مرکز ګردېز اړوند د وچ غړک سیمې د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ولسي خلکو په مالي مرسته جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پکتیا د پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي ویلي، دغه ودانۍ په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې چې اووه درسي خونې او نور اړین ملحقات لري. د هغه په وینا، د ودانۍ پر جوړولو څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی. فاروقي زیاته کړه، د روان لمریز کال په ترڅ کې د پکتیا اوسېدونکو د پوهنې له بهیر سره شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم کړې، چې په نورو رغنیزو او ښوونیزو پروژو کې به ترې استفاده وشي. د هغه په وینا، د تېر یوه کال په موده کې د وچ غړک ښوونځي په ګډون ۱۸ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او اته نورې ودانۍ په اساسي ډول ورغول شوې دي. د پکتیا د پوهنې رئیس وویل، د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شوې ۲۱۱ میلیونه افغانیو بودجې په مټ د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو او بیارغونې پروژې پلې شوې دي. د وچ غړک ښوونځي زده‌کوونکو د نوې ودانۍ له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، پخوا د مناسبې ودانۍ د نشتوالي له امله به د باد، باران، سړې او ګرمې هوا پر مهال د دوی درسي بهیر…

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 10:05:19

خط زمانی

  1. Parstoday

    په پکتیا کې د ولسي خلکو په مالي مرسته د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه + غږیز را پور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-03 10:00:26

په پکتیا کې د ولسي خلکو په مالي مرسته د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه + غږیز را پور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button