EconomyEnglishKabulافغانستان

په کابل ښار کې څه باندې ۵۰۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ… — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-10 11:52:11🎙 Listen to radio

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د متوازن ښاري پرمختګ او د هېواد د زېربناوو پیاوړتیا په موخه؛ د ښارونو د ماسټر پلانونو د تطبیق او د عامه پروژو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ کابل ښاروالۍ د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمولو او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه؛ د سړکونو جوړولو، پراختیا او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د دې ادارې له لوري په تېرو پنځو کلونو کې؛ د شاوخوا ۱۷ میلیارده ۳۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۵۰۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي چې پلنوالی یې له څلورو څخه تر ۶۰ مترو پورې رسېږي. دغه سړکونه د اسفالټ، کانکرېټ او ډبرو په بڼه جوړ شوي چې د کابل ښار د سړکونو د شبکې په پراختیا او ترافیکي بهیر په ښه والي کې مهم رول لري.ویل شوي چې د کابل ښاروالۍ له لوري د سړکونو جوړولو او پراختیا ترڅنګ؛ د برکي څلور لارې، د کابل ولایت مقام مخکې ته، د نجات څلي او د شهید څلورلارې په ګډون؛ په څو مهمو ترافیکي څلورلارو او نقطو کې د هوايي پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي او همدا رنګه په نږدې راتلونکي کې به په یو شمېر نورو مهمو سیمو کې د هوايي او تر ځمکې لاندې پلونو د جوړولو چارې پیل شي.هېره دې نه وي چې کابل ښار کې د سړکونو د شبکې پراختیا او د ترافیکي زېربناوو جوړول؛ د دغه ښار د منظمې پراختیا لپاره مهم ګام دی او د یادو پروژو بشپړېدل به نه یوازې د ښاریانو د تګ راتګ ستونزې راکمې کړي؛ بلکې د ښاري فعالیتونو، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-10 11:52:11

Timeline

  1. Bakhtar

    په کابل ښار کې څه باندې ۵۰۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-10 10:39:14

په کابل ښار کې څه باندې ۵۰۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button