Healthافغانستاندریکندهار

په کندهار، زابل او روزګان کې د څلورو عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 21:52:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي؛ په کندهار، زابل او روزګان کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودې. دغه عمومي روغتونونه د کندهار په شاه ولي کوټ او دامان ولسوالیو، د زابل په شملزي ولسوالۍ او د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې جوړېږي، چې د رغولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر؛ د ناروغانو د ستونزو راکمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د یادو روغتونونو جوړېدل مهم بللي او ويلي یې دي: "د دغه شان پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي."هغه زیاته کړې چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.د یادونې وړ ده چې د هېواد د عامې روغتیا وزیر، د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې په ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (آی‌سي‌یو) ۱۵ بستريزې جوړې شوې څانګې، په روزګان کې د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز او دهراوود ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سیګزي جامع روغتیایي مرکز پرانیستې هم ترسره کړې، چې په فعالېدو سره به یې د سیمې د خلکو لپاره ډېرې روغتیايي اسانتیاوې برابرې او روغتیايي خدمتونو ته به لاسرسی پراخ شي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 21:52:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    په کندهار، زابل او روزګان کې د څلورو عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 10:20:10

په کندهار، زابل او روزګان کې د څلورو عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button