Summary: د غور ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جمنازیوم د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د بدني روزني او سپورټ امریت مسلکي معاون جان محمد حیدري باختر اژانس ته ویلي،چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې په شخصي پانګوني سره د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جمنازیوم د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.د نوموړي په وینا، د دې جمنازیوم په بشپړېدو سره به د ورزشي سیالیو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې شي..په همدې حال کې یو شمېر ورزشکارانو د دغه ډول ورزشي بنسټونو جوړول د تمرینونو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم وبلل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د ورزش سکټور ته لا ډېره پاملرنه وکړي..
لنډ معلومات
ځایغور
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-05 13:32:42
مهالوېش
-
Bakhtar
غور کې د یوه جمنازیوم د جوړېدو چارې بشپړې شوې