Englishافغانستانامنیتکندهار

په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د ملا معتصم اغاجان مدرسه… — AF International

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-09-13 19:12:29🎙 Listen to radio

په کندهار کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې طالبانو په دغه ښار کې د خپل پخواني جګپوړي غړي معتصم اغاجان مدرسه محاصره کړې ده. د سرچینو په وینا، مدرسه نن ماسپښین د طالبانو د استخباراتو ځواکونو محاصره کړې او ځینې مېلمانه یې پلټلي هم دي. ضیا د «شهید اونۍ» په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون انلاین ترسره شول، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو پایله نه ده ورکړې، خو د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده. هغه وویل، چې طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په پرله‌پسې توګه وايي چې جګړه د ستونزو حل نه دی. د ازادۍ جبهې مشر ویلي، چې طالبانو د خپلو کړنو له امله مخالفې جبهې دې ته اړې کړې دي چې وسله واخلي. نوموړي ادعا وکړه، چې د ده جبهه د واک د ترلاسه کولو لپاره نه جنګېږي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه ولس ته د واک لېږد دی. ضیا وویل، چې د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي، چې د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی وشي. هغه له مخالفو ډلو وغوښتل…

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-13 19:12:29

Timeline

  1. AF International

    په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د ملا معتصم اغاجان مدرسه محاصره کړې

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-13 18:52:34

په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د ملا معتصم اغاجان مدرسه محاصره کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button