د کوټې ښار شمال پلو د کچلاغ په کوڅو کې د هبتالله اخوندزاده د تېر ژوند تر ټولو روښانه نښه له محرابه د هغه اورېدل شوی غږ دی. خو کلونه وروسته، همدا غږ د هغه د هویت په یوې سترې پوښتنې بدل شوی دی. العربیه فارسي په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو مخکې د راتلونکي حکومت په اړه ګڼې ژمنې کړې وې، خو پنځه کاله وروسته د ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه، د پخوانیو حکومتونو د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو راپورونه، د رسنیو محدودول او په واک کې د طالبانو انحصار لا هم دوام لري. د طالبانو د کورنیو چارو اوسني وزیر سراجالدین حقاني د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې، هغه مهال چې د طالبانو د مشر مرستیال وو ویلي وو، چې د ښځو هغه حقونه چې اسلام تضمین کړي، «له زدهکړې تر کار پورې» به خوندي وي. له حاکمیت مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د ۲۰۲۱ کال په جولای کې ویلي وو، چې ښځو ته به د کار، زدهکړې او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم کابل ته د دغې ډلې له ننوتلو دوه ورځې وروسته په خپله لومړۍ خبري ناسته کې وویل، چې ښځې به د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې کار او زدهکړه کوي….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په کچلاغ کې د هبتالله ګاونډیان: «د هبتالله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نهدی»
منابع
Afghan sources
په کچلاغ کې د هبتالله ګاونډیان: «د هبتالله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نهدی»