HealthKabulافغانستانپښتو

چارواکي: پاکستان د درملو صادرات پر افغان حکومت د فشار د وسیلې په توګه بند کړل

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-22 12:21:19🎙 راډیو واورئ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله ذاهد وایي، هغه مهال چې پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې، د هغه هېواد لوړپوړو حکومتي چارواکو په وارو وارو وویل، که افغانستان ته د درملو صادرات ودرول شي، افغان حکومت به د پاکستان د شرطونو منلو ته چمتو شي. خو د پاکستان دې اقدام افغان حکومت په کور دننه د درملو تولید ته وهڅاوه او اوس نه یوازې دا چې په دې برخه کې د پام وړ پانګونه شوې، بلکې یو سل او اوولس د درملو کارخونې فعالیت کوي، چې تر ډېره یې د درملو د کمښت ستونزه راکمه کړې ده. هغه وایي، یو شمېر دغو کارخونو ته د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان له لوري نړیوال جوازونه هم ورکړل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله ذاهد وویل، په ننګرهار کې د خوړو او درملو د کیفیت معلومولو د لابراتوار د ودانۍ چارې پنځه نوي سلنه بشپړې شوې او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نوموړي پر وینا، دا به له پلازمېنې کابل او هرات ولایتونو وروسته د هېواد په کچه درېیم لابراتوار وي چې په ننګرهار کې جوړ شو. د هغه پر وینا، په دې لابراتوار کې به په کور دننه د تولیدېدونکو خوراکي توکو او درملو ارزونه ترسره کېږي. د معلوماتو له مخې، پاکستان وړاندې تر دې چې افغانستان…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-22 12:21:19

مهالوېش

  1. Parstoday

    چارواکي: پاکستان د درملو صادرات پر افغان حکومت د فشار د وسیلې په توګه بند کړل

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-22 12:06:08

چارواکي: پاکستان د درملو صادرات پر افغان حکومت د فشار د وسیلې په توګه بند کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button