کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین د «چینګداو» په نوم بندر کې د بهرني بیرغ لرونکې يوې باروړونکې بېړۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. الجزیرې د چین د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د پېښې پر مهال په بېړۍ کې ۴۲ کسان موجود وو چې ۱۲ یې په خوندي ډول ایستل شوي او پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپور له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت باثباته دی. د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، اور د پنجشنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۵ بجې هغه مهال ولګېد چې بېړۍ د چینګداو بندر کې د «بیهای» بېړۍ جوړولو شرکت کې ترمیم ته درول شوې وه. سرچینې لیکلي چې شینهوا دغه بېړۍ «اوشن مېلډي» معرفي کړې ده. د بېړیو د څارنې د وېبپاڼې «VesselFinder» د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د لایبریا تر بیرغ لاندې فعالیت کوي. د چین ولسمشر شي جینپینګ د ژغورنې او لټون عملیاتو د سمدستي ترسره کېدو او د ورکو کسانو د موندلو امر کړی دی. هغه همداراز د پېښې د څېړنې او د مسوولو کسانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
چین کې په يوې باروړونکې بېړۍ کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي
سرچینې
Afghan sources
چین کې په يوې باروړونکې بېړۍ کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي