یوه افغانه ښوونکې چې د هېواد په دولتي ښوونځیو کې له پینځلسو کلونو زیاته د تدریس تجربه لري، وایي د سختې بېوسۍ له امله د خپل ناروغ ماشوم د درملنې توان نه لري. فریبا سادات، چې په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته یې خپله یوه تدریسي دنده له لاسه ورکړې، وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښوونکو اداري فشارونه ډېر شوي او میاشتنی معاش یې هم کله نا کله تر دوو یا درېیو میاشتو پورې نه ورکول کېږي. په تېرو پینځو کلونو کې د منظم عاید د نشتوالي، د کورونو د کرایو د لوړېدو او اقتصادي تنګسیا له امله د دغې ښوونکې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. سادات وایي، پخوا یې په دوو ښوونځیو کې تدریس کاوه او له خپل مېړه سره یوځای یې کولای شول د ژوند ټول لګښتونه پوره کړي. دغه ښوونکې وایي: «حکومت بدل شو، سړي بېکاره شول. ښوونځی هم یو شو او یوه ښوونځي ته د تګ لپاره درې-څلور موټره بدلولو ته اړ کېږو. یعنی زموږ اقتصادي ستونزې خورا ډېرې شوې دي.» د دغې ښوونکې له پینځو ماشومانو څخه یو یې معلول دی، خو دا یې د لازمو درملو د اخیستلو توان نه لري. دې زیاته کړه: «فعلاً ورته دوا نه شم اخیستلی، ډېرې بېسدۍ کوي، لاسونه وهي، شور کوي او چیغې وهي. ټول ګاونډیان هم راڅخه په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
ښوونکې مور: د خپل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه لرم | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
ښوونکې مور: د خپل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه لرم | آمو ټلویزیون