Englishافغانستانامنیت

ښوونکې مور: د خپل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه لرم | آمو… — Amu TV

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-12 22:57:22🎙 Listen to radio

یوه افغانه ښوونکې چې د هېواد په دولتي ښوونځیو کې له پینځلسو کلونو زیاته د تدریس تجربه لري، وایي د سختې بې‌وسۍ له امله د خپل ناروغ ماشوم د درملنې توان نه لري. فریبا سادات، چې په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته یې خپله یوه تدریسي دنده له لاسه ورکړې، وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښوونکو اداري فشارونه ډېر شوي او میاشتنی معاش یې هم کله نا کله تر دوو یا درېیو میاشتو پورې نه ورکول کېږي. په تېرو پینځو کلونو کې د منظم عاید د نشتوالي، د کورونو د کرایو د لوړېدو او اقتصادي تنګسیا له امله د دغې ښوونکې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. سادات وایي، پخوا یې په دوو ښوونځیو کې تدریس کاوه او له خپل مېړه سره یوځای یې کولای شول د ژوند ټول لګښتونه پوره کړي. دغه ښوونکې وایي: «حکومت بدل شو، سړي بې‌کاره شول. ښوونځی هم یو شو او یوه ښوونځي ته د تګ لپاره درې-څلور موټره بدلولو ته اړ کېږو. یعنی زموږ اقتصادي ستونزې خورا ډېرې شوې دي.» د دغې ښوونکې له پینځو ماشومانو څخه یو یې معلول دی، خو دا یې د لازمو درملو د اخیستلو توان نه لري. دې زیاته کړه: «فعلاً ورته دوا نه شم اخیستلی، ډېرې بې‌سدۍ کوي، لاسونه وهي، شور کوي او چیغې وهي. ټول ګاونډیان هم راڅخه په…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-12 22:57:22

Timeline

  1. Amu TV

    ښوونکې مور: د خپل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه لرم | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-12 13:48:46

ښوونکې مور: د خپل ناروغ ماشوم د درملنې وس نه لرم | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button