Kabulافغانستانامنیتپښتو

د کابل د چهل‌ستون د منار غره درزونه؛ طالبانو د احتمالي خطرونو پر… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 17:37:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د کابل ولایت د اضطراري کمېټې غونډه د کابل والي ملا امین‌ الله عبید په مشرۍ د چهلستون منار د غره د وضعیت د ارزونې، د احتمالي خطرونو د څېړلو او د مخنیوي تدابیرو د نیولو په موخه د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه. د یاد ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د کابل والي یاده غونډه کې د مسوولیت پزیرۍ او د ادارو ترمنځ پر ښې او بشپړې همغږۍ ټینګار کړی او د احتمالي خطرونو د مخنیوي او د سیمې د اوسېدونکو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره یې د اړینو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.ورته مهال د بېلابېلو ادارو استازو د چمتووالي او ترسره شویو اقداماتو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د احتمالي پېښو پر وړاندې د چټکې او اغېزمنې رسېدنې لپاره یې پر ګډې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.همدارنګه، د چهلستون د منار غره د وضعیت د عمومي سروې او تخنیکي څېړنو ترسره کولو، د زیان‌منونکو سیمو پېژندلو، د خطرونو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د عملي لارو چارو غوره کولو او د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول.د یادونې وړ ده، چې د ولایتونو په کچه اضطراري کمېټې تېر کال د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» د حکم پر بنسټ جوړې شوې او خپل فعالیت یې پیل کړی دی؛ دغه کمېټې د احتمالي پېښو د مخنیوي، چمتووالي او رسېدنې په برخو کې د ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 17:37:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کابل؛ د اضطراري کمېټې غوڼده کې د چهلستون منار غره د وضعیت اروزنې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-03 10:59:33

کابل؛ د اضطراري کمېټې غوڼده کې د چهلستون منار غره د وضعیت اروزنې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button