DevelopmentEnglishKabulافغانستان

کابل ښار؛ د جوی شیر – پل ارتل سړک د څراغونو د ستنو… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-04 13:28:02🎙 Listen to radio

Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د دویمې ناحیې اړوند د جوی‌شیر–پل ارتل سړک د جوړولو او پراختیا چارې تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللې او هم‌مهاله یې د څراغونو د ۲۳ ستنو د مونتاژ او نصبولو چارې هم پیل شوې دي. سرچينې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د شپې له خوا ښاریانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته او ترڅنګ به یې د دې سیمې ښکلا او نظم نور هم زیات شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې، چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د لېږد وسایطو او پلیو تګ کوونکو ته د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو ترڅنګ، د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د کمښت زمینه هم برابره شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-04 13:28:02

Timeline

  1. Bakhtar

    کابل ښار؛ د جوی شیر – پل ارتل سړک د څراغونو د ستنو نصبولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-04 05:25:54

کابل ښار؛ د جوی شیر – پل ارتل سړک د څراغونو د ستنو نصبولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button