کابل ښار؛ د جویشیر–پل ارتل سړک د څراغونو ستنې نصب کېږي2026 — Af Now
Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د دویمې ناحیې اړوند د جویشیر–پل ارتل سړک د جوړولو او پراختیا چارې تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللې او هممهاله یې د څراغونو د ۲۳ ستنو د مونتاژ او نصبولو چارې هم پیل شوې دي. سرچينې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د شپې له خوا ښاریانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته او ترڅنګ به یې د دې سیمې ښکلا او نظم نور هم زیات شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې، چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د لېږد وسایطو او پلیو تګ کوونکو ته د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو ترڅنګ، د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼېګوڼې د کمښت زمینه هم برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کابل ښار؛ د جوی شیر – پل ارتل سړک د څراغونو د ستنو نصبولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
کابل ښار؛ د جوی شیر – پل ارتل سړک د څراغونو د ستنو نصبولو چارې پیل شوې