HealthKabulافغانستاندری

کابل کې د فتحې پنځمه کالیزه د یوې پرتمینې غوڼدې په ترڅ کې… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-15 11:14:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د زمري ۲۴مه چې د فتحې او پر هېواد د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پنځمې کالیزې سره برابره ده، نن د لويې جرګې په تالار کې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په شتون کې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د اسلامي امارت د رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند له لوري یادې غونډې ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د اشغال، فساد او زورواکۍ ټغر ټول شوی او په هېواد کې د بشپړ امن ترڅنګ د اسلامي شریعت او اقتصادي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده. په پیغام کې له نړۍ سره مثبت تعامل د هېواد د لوړو او اساسي ګټو په رڼا کې مهم بلل شوی دی. ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې افغانانو په تېر نیم قرن کې ډېرې ستونزې ګاللې او د کابل اوسېدونکي شاهدان دي، چې پخوا خلک د ښار له یوې ناحیې څخه بلې ته په اسانۍ نه شوای تللی؛ اوس بشپړ امن ټینګ شوی، د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او اداري فساد له منځه تللی دی. حنفي همدارنګه وویل چې په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کېږي، د قوش‌تېپې کانال او ټاپي سترو پروژو چارې روانې دي او د اوسپنې پټلۍ د غځولو لپاره هڅې دوام لري. نوموړي روغتیايي او عامه خدمتونه هم د حکومت له لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د نه لاسوهنې، اقتصادمحور او متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي. په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شیراحمد حقاني وویل:«خدای ج افغانان د ډېرو کړاوونو تر ګاللو وروسته د اسلامي نظام او ازادۍ په سترو نعمتونو ونازول او تر ډېرو سرښندنو وروسته اسلامي شريعت د منحوسې ډيموکراسۍ ځای ونيوه؛ اسلامي امارت د خپل نظام په جوړولو او حکومتدارۍ کې نه د چا فرمايشات منلي او نه به يې ومني.» د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل: «ځينې هېوادونه هغه ناکام سياستونه تعقيبوي، چې په تېرو شلو او حتی څلوېښتو کلونو کې يې هېڅ نتيجه نه ده ورکړې او له دې وروسته به هم هېڅ نتيجه ورنه کړي.» نوموړي زیاته کړه: «د ډلو ټپلو په نوم د څو نااهله کسانو ملاتړ به اسلامي امارت زيانمن نه کړي او دا د هېواد په تاريخ کې تجربه شوې خبره ده.» متقي همدارنګه وویل، هغه هېوادونه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره هېڅ ډول تعامل نه دی کړی، هېڅ لاسته‌راوړنه او ګټه یې هم نه ده کړې او اوس د مثبت تعامل وخت دی. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وویل چې افغانان په خپل هېواد کې له اسلامي نظام پرته بل نظام نه خوښوي او د افغان ولس د سرښندنو په پایله کې انګریزانو، شورویانو او امریکايي اشغالګرو په افغانستان کې له سختې ماتې سره مخ شوي دي. ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورمحمد نوري وویل چې له انقلابونو او جګړو ستړي هېوادوال نور په هېواد کې جګړه نه غواړي او د اسلامي امارت مخالفین باید د افغانستان په امن کې ناامني ونه لټوي. په مراسمو کې ویناوالو د امنیت، ثبات، خپلواکۍ، اقتصادي ودې، ملي یووالي او له نړۍ سره د مثبت تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ. هېره دې نه وي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل چې د زمري ۲۴مه د هېواد د معاصر تاریخ له ویاړه ډکه ورځ ده، هغه ورځ چې په وینا یې د افغان ملت د داسې لوړ عزم څرګندونه کوي، د خپلې خاورې د ساتنې او خپل هېواد د دفاع په موخه يې بې سارې او سترې قربانۍ ورکړې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-15 11:14:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کابل کې د فتحې پنځمه کالیزه د یوې پرتمینې غوڼدې په ترڅ کې ونمانځل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 10:29:51

کابل کې د فتحې پنځمه کالیزه د یوې پرتمینې غوڼدې په ترڅ کې ونمانځل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button