کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې د شل اوريزو لوبلړۍ وګټله – BBC News پښتو — Bbc
افغانستان زېمبابوې ته په دويمه شل اوريزه لوبه کې د ۱۹ منډو په توپير ماته ورکړه او له دې بریا سره یې دغه لوبلړۍ هم وګټله. زېمبابوې د پچې له ګټلو سره افغانستان ته لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان د پيل څلور وېکټې يوازې په پنځو منډو له لاسه ورکړې خو وروسته عظمت الله عمرزي او اعجاز احمدزي لوبه کابو کړه. عمظت الله عمرزي د ۱۱۶ چټکو منډو په جوړولو سره او د يوې وېکټې په اخيستو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ اعجاز احمدزي ۵۲، راشد خان ۲۵ او صديق الله اتل ۱۷ منډې وکړې. د زېمبابوې برډ اېونز او کونډای مټيګيمو هر يوه دوې دوې وېکټې، اېنېسټ مسوکو، وېنسېنټ مسيکيسا او لوبډلمشر سکندر رضا يوه يوه وېکټه واخيسته. په توپ اچوونه کې بيا د افغانستان لپاره عبدالله احمدزي دوه لوبغاړي، فريد احمد، عظمت الله عمرزي او راشد خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه. دا لوبې د افغانستان په کوربتوب کېږي په شارجه کې ترسره کېږي. د دغې شل اوريزې لوبلړۍ لومړۍ افغانستان په ۳۷ منډو ګټلې وه. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر عظمتالله عمرزي د زېمبابوې خلاف په روانه سیالۍ کې چټکه سلیزه وکړه. هغه په ۱۹م اوور کې د سکندر رضا په توپ پر ۱۱۶ منډو تر سوځېدو مخکې ۱۲ شپږېزې او ۵ څلوریزې ووهلې. عمرزي په داسې…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې د شل اوريزو لوبلړۍ وګټله – BBC News پښتو
Sources
External sources
کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې د شل اوريزو لوبلړۍ وګټله – BBC News پښتو