افغانستانامنیتدریغور

کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان… — Bbc

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-10 22:44:40🎙 رادیو را بشنوید

د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دي لا اسپرییا په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی او ۸۷ نور کسان ټپیان شوي دي. د لسګونو ودانیو د نړېدو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شوی دی. د بي بي سي موندو د راپور له مخې، د کولمبیا ولسمشر اغېزمنې سیمې ته تللی او له خپلې مرستیالې، وزیرانو او د بحران د مدیریت له لوړپوړو چارواکو سره د ملي بېړني عملیاتو له مرکز سره یوځای شوی دی. دي لا اسپرییا تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ویلي وو چې د اغېزمنو سیمو د ساتنې او ملاتړ لپاره به "هر هغه څه" وکړي چې لازم وي. هغه پر اېکس لیکلي وو: "تاسو یوازې نه یاست." د سیمې د زلزلې د څار ادارو په وینا، د ۷.۴ درجې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته بېړنیو ډلو د قربانیانو د مرستې او د نړېدلو ودانیو له خاورو لاندې د ژغورل شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې. د زلزلې مرکز د کولمبیا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره ژوروالی کې و. د دوشنبې سهار شوې زلزله د اکوادور، پاناما او وینزویلا اوسېدونکو هم احساس کړې ده. وینزویلا د تېر جون په وروستیو کې هم د یوې ویجاړوونکې زلزلې شاهده وه. د کولمبیا چارواکو پلازمېنه بوګوتا کې د ځینو ودانیو د تخلیې امر وکړ….

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-10 22:44:40

خط زمانی

  1. Bbc

    کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-08-10 20:27:22

کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button