Summary: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.کو د کرنې وزرات د اوبو رسونې، انکشاف او انجنیرۍ رئیس مولوي زین الدین حسام باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سربند د وټه پور ولسوالۍ په سې کټ سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ وزارت له پراختیایي بودېجې څخه د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.هغه زیاته کړې چې د دغه سربند د جوړولو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او پر مټ به یې ۳۵۵ کرنیزه ځمکه خړوبه او ترڅنګ به یې ۳۵۰ کورنۍ هم ترې ګټه پورته کړي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
مکانکونړ
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-10-10 06:17:20
خط زمانی
-
Bakhtar
کونړ کې د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې