کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): افغانستان کې د یوناما مرستیال وایي، هڅه کوي په نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي او زیاتوي چې د «کاپ» او چاپېریال اړوند نورو غونډو کې د افغانستان ګډون مهم دی او افغان پلاوي باید په دغو ناستو کې ګډون وکړي، څو خپلې غوښتنې او ستونزې تر نړۍوالو ورسوي. د چاپیریالساتنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له مرستیال بروټو لیمرکویس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. سرچینې زیاته کړې ده چې په یاده غونډه کې د چاپېریالي، اقلیمي بدلون ستونزو او ننګونو، د چاپېریال اړوند نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره د زمینې مساعدولو او چاپېریالي پروژو راجلبولو په تړاو خبرې شوې دي. د چاپېریالساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص ویلي، له بده مرغه افغانستان له ډېرو چاپېریالي ستونزو او ننګونو سره مخ دی؛ د اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله عام خلک ډېر زیانمن شوي؛ ځکه اکثره افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. هغه زیاته کړې: «افغانان له بشري ناورین سره مخ دي؛ خو له بده مرغه نړۍوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او په دې برخه کې یې د افغانستان پر حقوقو سترګې پټې کړې او مالي ملاتړ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
یوناما: هڅه کوو نړۍوالو غونډو کې افغان پلاوو ته د ګډون زمینه برابره کړو
منابع
Afghan sources
یوناما: هڅه کوو نړۍوالو غونډو کې افغان پلاوو ته د ګډون زمینه برابره کړو