د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو پیاوړتیا او د هغوی پر حقونو، زدهکړو، روغتیا او خوندیتوب پانګونه اړینه بللې ده. دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو وده او پیاوړتیا به د افغانستان په ګټه وي. یونیسف د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په پنځمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ لا هم ترڅنګ ولاړ یو. د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ وکړئ.» په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د ښځو او نجونو پر دې حق ټینګار کړی، چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زدهکړو او کار ته لاسرسی ولري او د خپل راتلونکي برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي. دې استازولۍ د هغوی د غږ اورېدو او د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې، دوام کوي. د جرمني د اې ار ډي د حقوقي څانګې د راپور له مخې، په دې شمېره کې په باویریا ایالت کې د افغان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
یونیسف: د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ده
Sources
Afghan sources
یونیسف: د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ده