د روسیې په روستوف ښار کې پر زدهکړو د بوخت ۳۱ کلن افغان محصل محمد شعیب کورنۍ یې وايي چې نوموړی د پنجشنبې په شپه د لړم میاشتې په ۱۳مه، له یو شمېر محصلینو سره تر شخړې وروسته د یوې ودانۍ له اووم پوړ څخه لاندې غورځول شوی دی. په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي. نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړهلیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي». د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي. د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
یو افغان محصل په روسیه کې له اووم پوړ څخه تر غورځول کېدو وروسته کوما ته تللی
سرچینې
Afghan sources
یو افغان محصل په روسیه کې له اووم پوړ څخه تر غورځول کېدو وروسته کوما ته تللی