KabulPoliticsافغانستانپښتو

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې‌ دي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 09:12:34🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قوماندان قاري محمداسمعیل راسخ د همدغه ولایت د والي، د ۲۱۷ عمري قول‌اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان د امنیه قوماندان، د جوزجان مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي د ۲۱۷ عمري قول‌اردو د مرستیال او د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوي دي. هغه لیکلي چې دغه‌راز د ستري محکمې دارالافتاء ریاست مخکنی غړی شیخ عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د رئیس او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مخکنی معین مولوي عتیق الله عزیزي د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئیس په توګه ګومارل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 09:12:34

مهالوېش

  1. Pajhwok

    یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې‌ دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 13:42:26

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې‌ دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button