په کونړ کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته لا هم سلګونه کورنۍ بې ځایه دي او په خیمو کې ژوند کوي او په وینا یې د دوی تر ټولو لویه اندېښنه راتلونکی ژمي ته ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي اوس هم ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو ماشومانو سره په خیمو کې او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. تېر کال د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې پر اتمه نېټه د شپږ درجې په کچه یوې زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایت کونړ ولړزاوه. د وروستیو شمېرو له مخې، هغې زلزلې له دوو زرو څخه زیات کسان ووژل او څو زره نور یې ټپیان کړل. د اوچا مشر وايي، سږ کال د 'اېل نینو' نړیوالې اقلیمي پدیدې له امله اورښتونه تر معمول زیات اټکل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی چې که د زلزلې له نژدې اووه زره پاتې شویو کورنیو سره مرستې ونه شي، هغوی به له لا زیاتو جدي ستونزو سره مخ شي. یوه مېرمن وايي چې د ویجاړوونکې زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته هم تر شنه اسمان لاندې په خیمه کې ژوند کوي. هغه وايي، د بې ځایه کېدو او د سرپناه نشتوالي ستونزې د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې دي، او ماشومان یې شپه او ورځ په اندېښنه کې تېروي: ''یو کال کېږي…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
''یو کال کېږي په خیمو کې ژوند کوو'' – BBC News پښتو