د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت ځینو رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په کابل کې له ځغل لیکې د الوتکې د وتلو او له راداره د الوتکې د ورکېدو ادعاوې بېبنسټه دي. د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د قاصد په نوم انلاین اپلیکیشن جوړ کړی او له دې لارې د مساپر وړونکو بسونو انلاین ټکټونه پلوري او ټکټونه د مشتریانو تر کورونو رسوي. دغې نجلۍ دغه انلاین پلټفارم شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړ او پنځه میاشتې وروسته یې له یوه درې کسیزه ټیم سره د انلاین ټکټونو د ریزرف او پېرلو خدمتونه پیل کړل. صدف افغان شېنهوا اژانس ته ویلي:«موږ د خپلو پیریدونکو لپاره انلاین ټکټونه اخلو، پیسې یې ورکوو او بیا ټکټونه د هغوی تر کورونو پورې رسوو». صدف وايي، چې د ټکټونو د ریرزف او رسولو په دغه کار کې اوس له نوموړې سره د څلور نورو نجونو په ګډون اته کسان بوخت دي او هیله لري چې د کار په پراخولو سره په نورو ولایتونو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. صدف افغان وايي چې د کار د پیل په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوې خو اوس د پیرونکو غبرګون هڅوونکی دی. نوموړې زیاته کړې، « د هر کار پیلول په لومړي سر کې ستونزمن وي، خو موږ باید تسلیم نه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
اریانا هوايي شرکت وايي الوتکه یې له ځغللیکې او رادار سیسټم څخه نه ده وتلې
Sources
Afghan sources
اریانا هوايي شرکت وايي الوتکه یې له ځغللیکې او رادار سیسټم څخه نه ده وتلې