Sportsافغانستانپښتوغور

بادغیس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای… — Bakhtar

روان خبرSportsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-11 14:27:44🎙 راډیو واورئ

Summary: د بادغیس ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د اتو لوبډلو په ګډون د ۱۴ اوونیو په موده کې ترسره شوې، د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د بادغیس د فوټبال فدراسیون مسوول احمدظاهر ظهیر باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو سیالیو کې ۵۶ لوبې ترسره شوې، چې په پایله کې استقلال لوبډلې د ۳۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ او الماس شرق لوبډلې د ۳۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام ترلاسه کړ. نوموړي زیاته کړې، چې د غوره لوبې یا جوانمردانه سیالیو جام حماسه لوبډلې ته ورکړل شو. همدارنګه، د استقلال لوبډلې صبغت‌الله سدید د سیالیو غوره لوبغاړی، د همدې لوبډلې نصیر احمد سعیدي غوره دروازه‌ساتونکی او د الماس شرق لوبډلې اسدالله کریمي د سیالیو غوره ګول‌وهونکی وټاکل شول.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 14:27:44

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بادغیس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-11 11:23:38

بادغیس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button