کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې وروستي بدلونونه ارزولي او د کړکېچ د لا ډېرېدو او په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ټیلېفوني خبرې کړې دي. د راپور له مخې، په دې خبرو کې د سیمې وروستي تحولات تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي. سرچینې لیکلي چې دواړو لورو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او د بحران د لمنې پراخېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی. په راپور کې راغلي چې عراقچي او فیدان دغهراز د سیمې د ثبات او ارامۍ د ټینګښت برخه کې د مرستې لپاره د مشورو او ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی
منابع
Afghan sources
د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی