کندوز (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. د کندوز د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د علياباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان ټپیان شوي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. سرچینې لیکلي، د پېښې لامل د چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
Quick facts
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-13 05:22:14
Timeline
-
Pajhwok
کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-13 09:50:50
کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي