Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې او هغو کتابونو چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. همدا رنګه د کمېسیون د ساحوي کمېټې اسناد او فعالیتونه ارزول شوي او په اړه يې لازمې لارښوونې شوې دي.په ناسته کې دغه راز له لیکوالانو او ژباړونکو سره د خبرو په اړه، د هغوی د چاپي اثارو د محتوا د بډاینې او لا ښه والي په موخه بحث شوی او لازمې پرېکړې شوې دي.د ناستې په پای کې، ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون پر غړيو وېشل شوي چې راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
لنډ معلومات
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-14 15:28:32
مهالوېش
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه