Kabulافغانستانامنیتدری

د ا.ا مشر مسوولینو ته: په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-17 11:52:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر د کندهار ولایت د بېلابیلو نظامي او ملکي ادارو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص پیدا نه کړي؛ ځکه هغه حکومتونه چي د قدرت او مال حرص پکې پيدا شوی، پایښت یې نه دی پیدا کړی. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ا.ا مشر د کندهار ولایت د بېلابیلو نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو په سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. هغه مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: «وروڼو شپه او ورځ خپلو مسوولیتونو ته متوجه شئ، ستاسو یوه ذره غفلت د دښمن د کامیابۍ او ستاسو د ناکامۍ لامل ګرځي، دښمن کوښښ کوي چي تاسو ناکام کړي، نو پام کوئ چي غفلت ونکړئ، غفلت عذر نه دی، که ستاسو په ساحه کي ناامني راغله په دنیا او آخرت کي تاسو مسوول یاست، تاسو د خپلو سیمو چوکیداران یاست، شپه او ورځ تر خپل مسوولیت لاندې سیمو کي ګرځئ، پر تاسو مې اعتماد کړی او مسوولیت مي درسپارلی، نو کوښښ وکړئ خپلو مسوولیتونو ته ښه متوجه شئ. تاسو مکلف یاست خواري به کاږئ، نن ورځ چي په ټول افغانستان کي الحمدالله امنیت دی؛ نو ټول افغانان پر دې امنیت خوشحاله دي.» هغه ویلي، خدای ج چې چا ته د خیر اراده وکړي، نو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-17 11:52:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ا.ا مشر مسوولینو ته: په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص مه پیدا کوئ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-17 16:20:25

د ا.ا مشر مسوولینو ته: په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص مه پیدا کوئ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button