د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په خاربید سیمه کې یې د طالبانو د شرطې یو غړی وژلی دی. د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت د شورا مرستیال حمد بن خمیس الکوبیسي تېره اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو افغانستان ته په جلا جلا سفرونو کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پرمهال د سیمې د پرمختګونو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اوکړي. عبدالمتین قانع العربیه ته وویل، چې د ایران وضعیت د دغو لیدنو یو له اصلي محورونو څخه و. قانع زیاته کړې، چې په ایران کې د وضعیت خرابېدل د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه پر افغانستان، قطر او ترکیه اغېز کولی شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات د تامین لپاره پر ګډې همکارۍ، په ځانګړې توګه د ترورېزم او د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ. له پاکستان سره د کړکېچ په اړه خبرې اترېقانع وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې او کړکېچونه هم د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه وو او لوریو د دې ستونزې د حل او د کابل او اسلاماباد د اړیکو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
متحدې جبهې په بادغیس کې د طالبانو د یوه غړي د وژلو ادعا کړې
سرچینې
Afghan sources
متحدې جبهې په بادغیس کې د طالبانو د یوه غړي د وژلو ادعا کړې