DiplomacyKabulافغانستاندری

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-24 05:13:22🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په کابل کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی برخه کې د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره ولید او په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه او ورورولۍ اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لیدنې په مهمو موضوعاتو کې له قطر څخه افغانستان ته د سیلانیانو د جذب، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، په افغانستان کې د قطري پانګه‌والو د پانګونې زمینې‌ برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ رامنځته کولو موضوعات شامل وو. یاد وزارت لیکلي، د ګرځندوی، مالي او اداري معین د افغانستان د ګرځندویي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو، تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او بېلابېلو سیاحتي جاذبو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري او د قطري سیلانیانو او پانګه‌والو لپاره د همکاریو مناسب فرصتونه موجود دي. خبرپاڼه کې راغلي، ورته مهال،…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-24 05:13:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-24 09:42:41

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button